CRI Online

د هند د صادراتو ټولنې رئيس هېله څرګنده کړه چې د بريکس هېوادونه د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره خدمتونه تر سره کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-30 16:20:47

ګوا ايالت په هند کې تر ټولو کوچنی او شتمن ايالت دی چې د هندي سمندر پر غاړه پروت دی،چاپيريال يي ښکلی او پاک دی، هلته د خلکو ژوند تر ټولو نيکمرغه دی او د بهرنيو سيلانيانو لپاره د سيلانۍ ځای په توګه هم ګڼل کيږي. د يوې شميرنې له مخې هر کال څه دپاسه دوه مليونه تنه سيلانيان ګوا ايالت ته سفر کوي چې دا شمېر هلته د ځايي اوسيدونکو په پرتله زيات دی. د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په ۱۶مه نېټه د بريکس هېوادونو د مشرانو تر منځ اتمه کتنه په ګوا کې تر سره شوې وه چې د نړۍ پاملرنې يې جلبې کړې وې.

د هند د صادراتو ټولنې رئيس اجيا شاهای د دغې کتنې د يادونې په وخت کې وويل(اواز)

څرنګه چې په ګوا ايالت کې هوا مناسبه او چاپيريال يې ښکلی او فعال دی او پاک کولتور پکې ځليږي، نو هند ځکه دغه ځای وټاکه چې دا مهمه غونډه پکې تر سره شوه او د هر هېواد بهرني ميلمانه په دغه ځاي کې ښه احساس کولی شي.

ساهاي وويل (اواز)

زما په نظر ياده غونډه په يو مساعد وخت کې تر سره شوه. په هغه وخت کې د بريکس پنځه هېوادونه په سياسي او اقتصادي ساحو کې له ننګونو سره مخامخ وو، مثلا د دغې غونډې له تر سره کېدو مخکې په پنځو کلونو کې د هند او د بريکس هېوادونو تر منځ سوداګريز ارزښت نه دی زيات شوی، خو برعکس کم شوی و او د هند د صادراتو حالت هم د انديښنې وړ و.

ساهاي وويل د بريکس هېوادونو د مشرانو تر منځ له کتنې وروسته ګوا ايالت حتی ټول هند د نړۍ سترګې راجلبې کړې چې دا د هند د سوداګرۍ د پرمختګ لپاره بي له شک ګټور و. برسيره پر دې د هند د ماليي وزارت د روان کال په مارچ مياشت کې وويل د هند حکومت او د بريکس هېوادونو نوي انکشافي بانک د ۳۵۰ مليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د پورونو تړون لاسليک کړ چې په مرکزي ايالتونو کې د سړکونو په جوړونه کې به وکارول شي او دا د دغه بانک لخوا هند ته د مرستې لپاره د پورونو ورکولو لومړی تړون دی. ساهاي وويل (اواز)

د بريکس هېوادونو تر منځ کتنې هند ته زياتې ګټې رسولې دي چې له امله يې د هند او نورو همکارانو تر منځ تفاهم زيات شوی او اوس د هند او د بريکس هېوادونو تر منځ همکارۍ نه يوازې د سوداګرۍ بلکې د هېواد د پرمختګ په بېلا بېلو ساحو کې هم تر سره کيدای شي.

د بريکس ميکانيزم د دغه سازمان غړيو ته زياتې ګټې رسولي او رسوي يې، په دې هکله ساهاي خوشبين دی او هېله لري چې په راتلونکې کې د دغه سازمان له نورو غړيو په تيره بيا له چين سره همکارۍ پياوړې کړي. د چين او هند دواړه د اقتصادي پرمختګ سرعت ډېر چټک دی او دا شک نه شته چې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ به په ټوله نړۍ کې د پاملرنې وړ وي. هغه وويل (اواز)

زه په دې پوهيږم چې هر هېواد د پرمختګ خپله ستراتيژي لري، خو د بريکس پنځه هېوادونه يوه ډله ده، موږ بايد د دغه سازمان د پرمختګ لپاره ګډ کوښښونه وکړو، څرنګه چې د بريکس انکشاف به نړيوال اقتصاد ته ګټې ورسوي. اوس د چين او هند د اقتصادي پرمختګ سرعت ډېر چټک دی، خو زه پردې هم دا پوهيږم چې دواړه هېوادونه لا هم له ځينو مسئلو سره مخامخ دي او د ځينو لانجو په هکله ګډې نظريې يې نه دی تر لاسه کړی، خو ټوله نړۍ دغو دواړو هېوادونو ته پاملرنه کوي.

ساهاي د چين او هند تر منځ د سوداګرۍ د يادونې په وخت کې وويل (اواز)

چين د هند يو ډېر مهم سوداګريز همکار دی. اوس دا زموږ تر پاملرنې لاندی دی چې له هند څخه چين ته د صادراتو اندازه زياته نه ده، خو له چين څخه هند ته د وارداتو اندازه د زياتيدو په حال کې ده. موږ دا انديښنه نه لرو چې له چين څخه هند ته د وارد شويو توکيو اندازه زياتيږي، څکه چې دا د هند د اقتصاد پرمختګ په بهير کې اړتيا ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای