د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د اګست په ۳۰مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې چين تل له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو او د ذروي وسلو د نه خپرېدو په اړه د نړيوال سيستم او د کوريا ټاپووزمۍ د سولې او ثبات د ساتلو لپاره کوښښ کوي چې په هر اړخيزه توګه د م م د امنيت شورا اړوند موافقه ليکونه پلي کوي.
وياندې هوا وويل چې د م م امنيت شورا د يوې اعلاميې په خپرولو سره د شمالي کوريا د توغندي توغولو په اړه د نړيوالې ټولنې ګډې نظريې ښودلې دي او له شمالي کوريا څخه يې غوښتنه کړې چې سمدلاسه د توغنديو له توغولو څخه لاس واخلي او له ټولو غړو هېوادونو څخه يې هم غوښتنه کړې چې پر شمالي کوريا د بنديز لګولو په اړه د امنيت شورا پرېکړه ليک پلی کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |