د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د مرکزي پوځي کمېټې د ګډ درستيز مرستيال شاو يوان مينګ د اګست په ۲۸مه نيټه د استراليا په پلازمېنه کانبرا کې د دغه هېوا د دفاع وزارت له مرستيالې عمومي منشې مېرمن ريبېکا سکينر او د دفاعي پوځ مرستيال قوماندان رې ګريګس سره د دواړو پوځونو ترمنځ د دفاع او ستراتيژۍ په اړه د ۲۰مې ناستې ګډه مشري وکړه. دواړو خواوو د دوو هېوادونو او دوو پوځونو ترمنځ د اړيکو او د سيمه ييز امنيت په شمول د ګډې علاقې وړ مسئلو په باره کې د نظريو تبادله وکړه.
ښاغلي شاو يوان مينګ څرګنده کړه چې رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۴ کال کې استراليا ته بريالی سفر وکړ. دواړو خواوو د هر اړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ اړيکو د ټينګېدو اعلان کړی او د دواړو هېوادونو ترمنخ د اړيکو نوې پاڼه پرانيستې ده. چين هيله لري چې د دوو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو ۴۵مې کليزې په ګټه نيولو سره په جدي توګه د مشرانو مهمې موافقې پلې کړي، د لوړ پوړيو چارواکيو د تګ راتګ، ګډې مانورې، څو اړخيز امنيت او د ترهګرۍ پر ضد برخو کې د دوو پوځونو ترمنځ واقعي همکارۍ پياوړې کړي او د چين او استراتيا ترمنځ د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ اړيکو محتويات به په پر له پسې توګه غني کړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |