د امريکا د دفاع وزارت وياندې دانا وايټ د همدې ورځې په يوه خبري ناسته کې خبر ورکړ چې تازه خپور شوی شمېر د امريکايي پوځ دننه د روڼتيا تر زياتېدو وروسته نوې پايله ده، خو افغانستان ته د امريکا لخوا د زياتو سرتېريو د لېږلو معنی نه ورکوي
د امريکا ولسمشر ټرمپ د روانې مياشتې په ۲۱مه نيټه د افغانستان په اړه نوې ستراتيژي اعلان کړه او و يې ويل چې امريکا به له افغانستان نه خپل ځواکونه و نه باسي، حتی هلته به زيات سرتېري ځای پر ځاي کړي. خو هغه دا و نه ويل چې څومره سرتېري به افغانستان ته نور ولېږي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د خبر له مخې، د ټرمپ حکومت به افغانستان ته ۴۰۰۰ تنه نور سرتېري ولېږي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |