CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزير:په شيا من ښار کې د بريکس هېوادونو په سرمشريزه غونډه کې به ډېرې لاسته راوړنې ولري

cri     (GMT+08:00) 2017-08-31 16:12:26

د چين د بهرنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په ٣٠مه نېټه په بېجينګ کې يوه خبري ناسته تر سره کړه او پکې يې خبري رسنيو ته په شيا من ښار کې د بريکس هېوادونو د نهمې سرمشريزې غونډې لپاره د چمتوالي کارونو په باب معلومات وړاندې کړل. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ ايي وويل چې تر يو کلن تياري وروسته د بريکس هېوادونو د اقتصادي او سياسي امنيت او د کلتوري تبادلې د پرمخبيولو په برخه کې زيات پرمختګونه موندلي دي. اړوندې خواوې دې ته تمه لري چې په ياده غونډه کې لاسته راوړنې تر لاسه کړي چې دا به د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکاريزو اړيکو د ژورتيا او د اړوندو هېوادونو ترمنځ د دوهمې لس کلنې همکارۍ د پيل لپاره کلک بنسټ کيږدي.

(اواز.............) تر دريو ورځو وروسته به د بريکس هېوادونو نهمه سرمشريزه غونډه په شيا من ښار کې پيل شي.د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ ايي په ياده خبري ناسته کې خبري رسنيو ته وويل چې تر اوسه پورې مو د دې غونډې د چمتوالي کارونه تر سره کړي او چين ته د ګډون کوونکو راتګ ته انتظار کوو.د وزير وانګ ايي د معلوماتو له مخې د روانې مياشتې د ٣مې نيټې له ماښام څخه د ٤مې نيټې تر سهار پورې به د بريکس هېوادونو صنعتي او سوداګريز فورم تر سره شي چې پيمانه يې تر اوسه پورې تر ټولو لويه ده.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د دې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي او په خپله وينا کې به د بريکس هېوادونو لس کلن تاريخ ياد کړي،د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکارۍ تجربې به راغونډې کړي او د اړوندو هېوادونو د راتلونکي پرمختګ په اړه وړاندوينې وکړي.د بريکس هېوادونو سرمشريزه غونډه به د روانې مياشتې د څلورمې نيټې په سهار تر سره شي او رئيس شي جين پينګ به په جلا جلا توګه د لويو او کوچنيو چوکاټونو په اړه خبرې اترې وکړي.وزير وانګ ايي وويل(اواز........)د کوچنيو چوکاټي خبرو اترو عمده موضوعات نړيوال اقتصادي حالت،د نړيوال اقتصاد اداره،د پاملرنې وړ نړيوالې او سيمه ييزې مسئلې ، دولتي امنيت او پرمختګ دي.په لويه چوکاټي غونډه کې به په عمده توګه د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکارۍ،د کلتوري تبادلې او د ميکانيزم جوړونې پر پرمخبيولو بحث وشي.د بېلا بېلو هېوادونو مشران به د شامن د مشرانو اعلاميه خپره کړي چې ور څخه به نه يوازې د پنځو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې څرګندې شي بلکې د اقتصادي همکارۍ د پياوړتيا،د نړيوالې اقتصادي ادارې د بشپړوالي ، د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو او د کلتوري تبادلې د ژورتيا لپاره به مثبتې نښې نښانې وښودل شي.

د خبر له مخې د روانې مياشتې د پنځمې نيټې په سهار به د تازه غوړېدلو بازاري هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ ديالوګ تر سره شي او پکې به د مصر،مکسيکو، تاجکستان،ګيني او تايلنډ په شمول د پنځو بريکس هېوادونو مشران د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د پلي کولو او د همکاريو د پراخو اړيکو د ټينګښت په باب بحث وکړي. شي جين پينګ به د دې ديالوګ مشري وکړي او تر هغه وروسته به خبرلايانو ته د شامن د بريکس هېوادونو د سرمشريزې غونډې د لاسته راوړنو په باب معلومات وړاندي کړي.

وانګ ايي په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د بريکس ميکانيزم جوړونه د نړيوال جوړښت او ځواکونو د بدلون نتيجه ده او د دې ميکانيزم له پرمختګ څخه ښکاري چې په نړيواله اداره کې د تازه غوړېدلو بازارونو او پرمختيايي هېوادونو مقام لوړ شوی دی. تر لس کلن پرمختګ وروسته بريکس هېوادونه د نړيوال اقتصادي پرمختګ د پرمخبيولو، د نړيوال نظام د اصلاحاتو او د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو په برخه کې کليدي ځواک ګرځېدلی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای