CRI Online

د چين په شينجيانګ کې د بېلا بېلو قومونو خلک د لوی اختر لپاره چمتوالی نيسي.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-31 16:26:49

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د روان کال د سپتمبر لومړۍ نيټه د مسلمانانو لپاره عيد قربان يعنی لوی اختر وی. د دغه اختر لپاره د چين په شينجيانګ کې د بېلا بېلو قومونو خلک د غوايي او پسه غوښو، سبزۍ او مېوو په شمول رنګا رنګ خوراکونو او توکو په اخيستلو بوخت دي چې د لوی اختر لپاره چمتوالی نيسي. د خلکو د ډول ډول اړتياوو د پوره کولو لپاره له تېرې اوونۍ څخه د شينجيانګ د بېلا بېلو ځايونو په بازارونو کې د مخکې له مخکې ذخيره شويو خوراکونو په برابرولو پيل شوی دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای