د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د اګست په ۳۱مه نېټه يوه غونډه جوړه کړه چې په کې د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې مرکزي کمېټې د ۷مې عمومي غونډې او د کمونېست ګوند د ۱۹مې عمومي غونډې د تياريانې کارونه وڅېړل شول.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د يادې غونډې مشري وکړه. غونډې پرېکړه وکړه چې د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې مرکزي کمېټې ۷مه عمومي غونډه به د راتلونکي اکتوبر په ۱۱مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شي.د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د کمونېست ګوند د اتلسمې مرکزي کمېټې ۷مې عمومې غونډې ته وړانديز وکړ چې د چين د کمونېست ګوند ۱۹مه عمومي غونډه به د اکتوبر په ۱۸مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شي.اوس د غونډې د تياري کارونه په سالم ډول روان دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |