د چین اسلامي ټولنې د اګیست میاشتې په ۳۱ نیټه د لوي اختر په مناسبت په بیجینګ کې یوه لویه مېلمستیا جوړه کړه. په دغه مېلمستیا کې د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو غړې او د دولتي شورا د صدراعظم مرستیالې لیو یان دونګ، د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو غړې او د وحدت جبهې څانګې مشرې سون چون لان، د ملي کانګرس د دایمي کمیټې مرستیال ایلیګنګ یمینباهای ، د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د ملي کمیټې مرستیال وانګ جنګ وی او ما بیاو ګډون کړی و.
د چین د اسلامي ټولنې مشر یانګ فا مینګ د هیواد او نړۍ ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکي وویله او د هیواد د سمسورتیا او د نړۍ د سولې هیله یې هم څرګنده کړه.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |