د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين خارجه وزارت وياندې هوا چون ينګ د اګست په ۳۱مه نيټه د نازيم په اړه د جاپان د لومړي وزير مرستيال اسو تارو نامناسبو خبرو ته په ځواب کې څرګنده کړه: چين يو ځل بيا د جاپان له ځينو چارواکو څخه جدي غوښتنه کوي چې د تاريخ په اړه خپل نظرونه سم کړي، د تاريخي تجربو زده کړه دې وکړي او په خپلو واقعي عملياتو سره دې د خپل هېواد، ګاونډيو هېوادونو او نړيوالې ټولنې باور وګټي.
د همدې ورځې په نوبتي خبري ناسته کې يو خبريال پوښتنه وکړه چې د خبر له مخې د جاپان د لومړي وزير مرستيال اسو تارو ويلي چې هيټلر څو مليونه يهوديان ووژل، سره له دې چې د ده موخه سمه وه، خو د ده دغه کړه وړه لا هم خلکو ته د منلو وړ نه دی. دغه خبرې د زياتو غندنو سبب شوي دي. نو چين په دې اړه څه نظرونه لري؟
وياندې هوا چون ينګ دغې پوښتنې ته په ځواب کې يادې څرګندونې وکړې.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |