CRI Online

چين: نړيواله ټولنه بايد له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د پاکستان کوښښونه وستايي.

cri     (GMT+08:00) 2017-09-01 10:39:40

د چين خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اګست په ۳۱مه نيټه د بېجينګ په يوه نوبتي خبري ناسته کې څرګنده کړه چې پاکستان د ترهګرۍ ضد د مبارزې پر جنګي کرښې ولاړ دی، له وروستيو څو کلونو راهيسې يې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره زياتې هڅې کړې او ستره قرباني يې ورکړې ده. نړيواله ټولنه بايد د دې اعتراف وکړي او د پاکستان يادې هڅې دې وستايي. چين غواړي د پاکستان په شمول له مختلفو هېوادونو سره د ترهګرۍ ضد نړيواله ټولنه پياوړې کړي او د سيمه ييز امنيت او ثبات لپاره به کوښښونه وکړي.

يو خبريال وويل: د امريکا ولسمشر ټرمپ وړاندې ويلي چې پاکستان ترهګرو ته پناه ورکوي او هند د خپلو امنيتي ګټو له لحاظه هم غواړي چين د خپلې ځانګړې اغېزې په ګټه اخيستلو سره پر پاکستان فشار واچوي څو چې په پاکستان کې د ترهګرو د نيولو لپاره ور سره مرسته وکړي. نو په شيا من کې د بريکس هېوادونو مشرانو په غونډه کې به پر دغې مسئلې بحث وشي او که نه؟ وياندې هوا چون ينګ دغې پوښتنې ته په ځواب کې يادې څرګندونې وکړې او زياته يې کړه چې د پاکستان لخوا د ترهګرۍضد پر مسئلې د هند انديښنې ته مو پام کړی، خو زما په اند دا به د شيا من غونډې په ترڅ کې يوه مهمه مسئله و نه ګرځي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای