CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د تاجکستان له ولسمشر امام عالي رحمان سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-09-01 11:26:33

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست د ۳۱مې نېټې له غرمې وروسته په بيجينګ کې د تاجکستان له ولسمشر امام علی رحمان سره وکتل، نوموړي د بريکس هېوادونو په غونډه کې د ګډون په موخه چين ته راغلی. دواړو مشرانو په اتفاق سره پريکړه وکړه چې د چين او تاجکستان تر منځ هراړخيزې ستراتيژيکې دوستانه اړيکې به جوړې کړي او په نوي تاريځي پيل کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د لا ټينګښت هڅونه به وکړي.

د ځمکني، سمندري او هوايي پوځونو تشريفاتي ټولګي، د ميلمانو د هرکلي اورلوبې او هغه ماشومان چې په لاسونو کې ګلونه اخلي او قطعه ودريږي، د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان هرکلي وکړ. دا ځل هغه د بريکس هېوادونو په غونډه کې د برخوالو ميلمانو د لومړي ميلمه په توګه د چين د دولت رئيس شي جينک تود هرکلی تر لاسه کړ. رئيس شي جين پينګ وويل چې چين غواړي چې له تاجکستان سره هراړخيزې ستراتيژيکي دوستانه اړيکې ټينګې کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ پياوړې کړي. رئيس شي جين پينګ وويل (اواز)

زما ګران دوست، محترام ولسمشر امام علي رحمان هرکلی کوم چې تاسي او ستا پلاوی له چين څخه ليدنه کوي او د نويو سمسور شويو بازاري هېوادونو او د پرمختيايي هېوادونو تر منځ د خبرو اترو په غونډه کې به برخمن وي. د روان کال په جون مياشت کې په استانا کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې په موده کې مو سره اغيزمنې خبرې اترې وکړې، تر دريو مياشتو وروسته موږ يو ځل بيا سره کتنه کوو چې د چين او تاجکستان تر منځ داړيکو ځانګړتيا او لوړه سويه ترې څرګنديږي. چين غواړي چې له تاجکستان سره يو ځاي د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د جوړيدو د پنځه ويشتمې کاليزې په وخت کې له دغه هېواد سره د ګاونډيو هېوادونو د دوستانه اړيکو روحيه پراخه کړي، ستراتيژيکې همکارۍ پياوړې کړي، دګډو ګټو په تر لاسه کولو سره همکارۍ ټينګې کړي او په نوي تاريخي وخت کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو لا ټينګښت وهڅوي.

چين او تاجکستان د سياسي اړيکو د جوړيدو له پنځه ويشتو کلونو راهيسي تل يو د بل درناوي او ملاتړ کړی، يو د بل سره يې تفاهم کړی او کوي يې او په دې برخه کې پې زياتې لاسته راوړنې لري. په ۲۰۱۳ کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيکو دوستانه اړيکو د جوړيدو څخه راپدې خوا د دواړو هېوادونو تر منځ مشرتابه تګ راتګ، سياسي باور او واقعي همکارۍ د پخوا په پرتله لوړې سويې ته رسيدلی دی. په دې هکله امام عالي رحمان وويل (اواز)

چين زموږ دوست او ښه ګاونډی هېواد دی. د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو د جوړيدو له ۲۵کلونو راهيسي زموږ تر کوښښونو لاندې ذات البيني اړيکو ډېر مختګونه تر لاسه کړي دي چې ستراتيژيکې دوستانه اړيکې هم جوړې شوې او د سياست، امنيت او کولتور په ساحه کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ اغيزمنې دې. چين د تاجکستان مهم همکار دی.

د ترهګرۍ ضد مبارزه د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ مهمه برخه ده. تاجکستان له چين سره ګډه پوله لري او په خپل هېواد کې هم د ترهګرۍ له ګواښونو سره مخامخ دي او په دغه هېواد کې په فعالو ترهګرو کې د ختيځ ترکمنستان زيات غړي شته. له ۱۹۹۳ کال راهيسي دواړو هېوادونو د ترهګرۍ ضد په مبارزه کې ټينګې همکارۍ پيل کړې. چين، تاجکستان، پاکستان او افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د ترهګرۍ ضد د څلورو هېوادونو ميکانيزم جوړ کړ. د چين د بهرنيو چارو وزارت د اروپايي او اسيايي چارو ادارې مشر سون لين جيانګ وويل (اواز)

د چين او تاجکستان تر منځ ستراتيژيکې او امنيتي همکارۍ لوړې شوې دي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او تاجک ولسمشر امام عالی رحمان په خبرو اترو کې د نړيوالو او سيمه ايزو امنيتي مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړه او د منځني اسيا او افغانستان د حالاتو په هکله يې پريکړه وکړه چې د حالاتو د څيړنې چارې پياوړې کړي، د قانوني ادارې امنيت او د دفاع په چارو کې همکارۍ نژدې کړي، په ګډه د ختيځ ترکمنستان په شمول له ترهګرو سره مبارزه وکړي، د نشه يي موادو د قاچاق د مخنيوي، د انټرنيټي امنيتو د نړيوالو جرمونو، د لويو فعاليتونو تر سره کولو په وخت کې د امنيت ساتلو او د طبيعي پيښو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې او دغه راز د م م په تيره بيا د شانګهای د همکارۍ سازمان په چوکاټ کې همکارۍ پياړوې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای