CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فرانسي د بهرنيو چارو له وزير جين يويس لي دريان سره ټليفونې خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-09-01 11:41:11

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فرانسي د بهرنيو چارو وزير دريان سره ټليفونې خبرې اترې وکړې او د کوريا ټاپووزمې د حالاتو په هکله يې د نظريو تبادله ورسره وکړه.

وانګ يي په کوريا ټاپووزمه کې د ذروي وسلو د پاکولو پر هدف ټينګار وکړ او په شمالي کوريا کې د بالستيک توغندي له توغولو سره يې مخالفت او په دې اړه يې اصول او دريځ يې څرګنده کړه. وانګ يي وويل چين تل په هراړخيزه او جدي توګه د کوريا ټاپووزمې په هکله د م م د امنيت شورا بېلا بېل پريکړه ليکونه عملي کړي او کوي ې او په کوريا ټاپووزمه کې يې د ذروي مسئلې د سوله ايز حل و فصل لپاره فعال رول لوبولی دی. په عين وخت کې نورې اړوندې خواوې بايد خپلې دندې پر غاړه ولري او په ګډه ترينګلتيا ارامه کړي او ژر دغه بد حالت بدل کړي.

دريان وويل فرانسه په شمالي کوريا کې د توغندي توغولو فعاليت ته پاملرنه کوي او له نړيوالې ټولنې ملاتړ کوي چې په کوريا ټاپووزمه کې د ذروي وسلو د پاکولو بهير وهڅوي. فرانسه د دغې مسئلې حلولو په ترڅ کې د چين د مهم رول ملاتړ کوي او د تش په نامه خبر يې رد کړ چې ګواکې چين خپله دنده نه ده عملې کړې. فرانسه غواړي چې په کوريا ټاپووزمه کې د ذروي مسئلې د سوله ايز حل و فصل لپاره له چين سره يوځاي ګډ کوښښونه وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای