CRI Online

لی که چيانګ د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-09-01 11:55:11

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين صدراعظم لي که چيانګ د اګست په ۳۱مه نېټه د خلکو په لوي تالار کې د تاجکستان له ولسمشر امام علی رحمان سره وکتل. نوموړي د بريکس هېوادونو په غونډه کې د ګډون په موخه چين ته راغلی دی.

صدراعظم لي که چيانګ وويل چين او تاجکستان دواړه دوستانه ګاونډي هېوادونه دي او د سياسي اړيکو د جوړيدو له ۲۵ کلونو راهيسي يې لوي پرمختګو ته تر لاسه کړي دي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له تاسو سره اغيزمنې خبرې اترې وکړې، د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو ټينګښت ته نوی قوي برابرې کړې. چين غواړي چې له تاجکستان سره سياسي باور ټينګ کړي، د ګډو ګټو په ترلاسه کولو سره ورسره همکارۍ پراخې کړي، کولتوري تګ راتګ زيات کړي، د شانګهای د همکارۍ سازمان په ميکانيزم کې تفاهم پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.

امام علي رحمان وويل چې تاجکستان د چين ستراتيژيک ملګری دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ ذات البيني اړيکو په لوړه سويه پرمختګ کړی دی، د اقتصاد او سوداګرۍ او کولتور په ساحو کې همکارۍ ټينګې شوې. تاجکستان غواړي چې له چين سره د پرمختګ ستراتيژي ونښلوي او د بريښنا، کرهنيزو چارو، ترافيکي تاسيساتو، پولي چارو او سيلانۍ په ساحو کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي او د سيمه ايز تګ راتګ او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو او همکارۍ د لا پرمختګ وهڅوي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای