د چین د دفاع وزارت ویاند ژن ګوه چیانګ د اګیست په ۳۱ نیټه په بیجینګ کې وویل چې د چین پوځ په بیړنیو او ځایي تدبیرونو سره د پوځي دېپلوماسۍ او سرحدي تبادلې له لارې د هند له پوځ سره تماس ونیوه او د دونګ لانګ پېښې په حل کې یې مهم رول ولوبوه.
هغه وویل چې دونګ لانګ د چین ذاتي برخه ده. د وطن په زړه پوری غرونو او سیندونو هره ټوټه نه شی جلا کیدای. د چین پوځ به په ټینګ عزم سره د هیواد د خاورې او حاکمیت د ساتلو ویاړ مسؤلیت ترسره کوي او د دونګ لانګ هره ټوټه به هم ټینګ وساتي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |