د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د سپتمبر په لومړۍ نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې چين هرکلی کوي چې ايران د ذروي مسئلې په اړه هراړخيز موافقه ليک پلی کړی او د ايران او د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ د کوښښونو يې ستاينه وکړه.
وياندې هوا وويل ،موږ هيله لرو چې اړوندې خواوې به په پر له پسې او جدي توګه هر اړخيز موافقه ليک پلی کړي او د اټومي انرژۍ نړيواله اېجنسي به په پر له پسې توګه عادلانه رويه غوره کړي او په ښه توګه به خپله دنده پلې کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |