CRI Online

چين غواړي له نورو غړو هېوادونو سره د طلايي بريکس هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره کوښښ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-01 21:14:41

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د سپتمبر په لومړۍ نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې چين غواړي له نورو غړو هېوادونو سره د طلايي بريکس هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره کوښښ وکړي.

وياندې هوا وويل چې د بريکس هېوادونو د مشرانو غونډه به ژر په شيا من ښار کې تر سره شي.د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين په همدې ورځ د خلکو په ورځپاڼه کې د يوې مقالې په خپرولو سره وويل چې د طلايي بريکس هېوادونه د مساوات او درناوي پر بنسټ همکاري کوي.روسيه د بريکس ۵ هېوادونو ترمنځ همکارۍ ته په درنه سترګه ګوري او باور لرم چې د دې غونډې له لارې به د طلايي بريکس هېوادونو ترمنځ همکاري نوې سويې ته لوړه شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای