CRI Online

لي که چيانګ د برازيل له ولسمشر ميکيل ټيمير سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-09-02 15:59:50

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چياګ د سپتمبر د لومړې نېټې له غرمې وروسته په بېجينګ کې د برازيل له ولسمشر ميکيل ټيمير سره وکتل.

لي که چيانګ وويل، چې چين او برازيل لوي پرمختيايي هېوادونه او مهم نوي غوړېدونکي اقتصادي قوتونه دي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو سالمه ټينګتيا د سمه ييزې او نړيوالې سولې او سمسورتيا لپاره ګټوره ده. چين هيله لري چې له برازيل سره سياسي اعتماد لا ټينګ کړي او د م م، د شلو هېوادونو ډلې او د بريکس هېوادونو تر چوکاټونو لاندې خپلمنځي همکاري او کتلوري تګ راتګ پياوړی کړي.

نوموړي دې ته اشاره وکړه چې د چين او برازيل ترمنځ د همکارۍ پټ قوت لوی دی. د چين حکومت چيني تصدۍ هڅوي چې په برازيل کې پانګونه وکړي، او هيله لري چې د توليدي توان، د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ، پرېښنايي قوت، د تجهيزاتو د جوړونې، کرهنې، انرژۍ، سيلانۍ او سپورټ په برخو کې له برازيل سره همکاري پياوړې کړي.

ټيمير وويل، چې دواړه هېوادونه د دوه اړخيزې همکارۍ د پياوړتيا په ګډه هڅه کې دي او د تجارتي حمايت له پالنې سره د مخالفت او د اقليمي بدلون ضد د مبارزې په شمول د مهمو نړيوالو مسئلو په اړه يو شان دريځ لري. برازيل هيله لري چې له چين سره همکاري پياوړې کړي او په برازيل کې د چيني تصديو د پانګونې هرکلی کوي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای