د روانې میاشتې په ۱ نیټه د چین د دولت رئیس شي جین پینګ په بیجینګ کې د برازیل له ولسمشر ميکيل ټيمير سره خبرې اترې وکړې. دواړو مشرانو پر دې ټینګار وکړ چې د نړیوالو ناارامو عناصرو د زیاتوالي سره سره د ځمکني کرې په ختیځه او لویدیځه نیمایي کې دواړه لوی پرمختیایي هیوادونه یعنی چین او برازیل باید همکاري پیاوړی کړي ترڅو چې د نویو سمسوره شویو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ یوه نمونه څرګنده کړي.
دواړه هیوادونه ګډه هیله لري چې خپلمنځي هراړخیزې ستراتیژیکې دوستانه اړیکې نوی ستر پرمختګ ترلاسه کړي.
په دې وروستیو کلونو کې د چین او برازیل ترمنځ همکارۍ چټک پرمختګ کړی دی چې په ۲۰۱۲ کال کې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې په هراړخیزې ستراتیژیکې دوستانه اړیکې بدل شوې دي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |