د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روانې میاشتې په ۱ نیټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د امریکا حکومت پاکستان ته ۲۵۵ ملیونو امریکايي ډالرو په ارزښت پوځي مرسته درولې ده او هیله لري چې پاکستان به په افغانستان کې د تروریستۍ پرضد لازیات خدمتونه وکړي.
په یاده اعلامیه کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزارت څو ورځې مخکې پارلمان ته اړوند معلومات ورکړی دی. پاکستان باید په خپل هیواد کې د ترهګرو د پټنځایونو د بندولو او په افغانستان کې د ترهګرو د اوښتو راوښتو مخنیوي په برخه کې لازیات خدمتونه وکړي ترڅو چې بیا اړونده مرسته یو ځل بیا ترلاسه کړي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |