CRI Online

د چين د ذروي امنيت لومړی قانون به په ۲۰۱۸ کال کې پلی شي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-02 22:26:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سپتمبر په لومړۍ نېټه د چين د ملي ولسي کانګرس د ۱۲مې دورې دايمي کميټې په ۲۹مه غونډه کې د رايګيرۍ له لارې د چين د ذروي امنيت قانون تصويب شو. دغه قانون به د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه پلی کړ او د چين د ذروي انرژۍ د پرمختګ او د ذروي امنيت د ضمانت په برخو کې به هڅوونکی رول ولوبوي.

د ذروي امنيت په قانون کې د عمومي مقرراتو، د ذروي تاسيساتو د امنيت، د ذروي موادو او د راډيو اکتيف فاضله موادو د امنيت په شمول ۸ مادې او ۹۲ فقره ييز اصول شامل دي.

ذروي امنيت د دولتي امنيت يوه مهمه برخه ده. چين له ذروي انرژۍ او تخنيکونو څخه د استفادې لوی هېواد دی او د ذروي انرژۍ د برقي ماشينونو شمېر يې په نړۍ کې لومړی مقام نيسي، نو د ذروي امنيت دنده درنده ده.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای