CRI Online

د چين د ماليې وزير مرستيال: د بريکس هېوادونو د اقتصادي پرمختګ د راتلونکې په هکله ښه هيله لري

cri     (GMT+08:00) 2017-09-03 15:20:01

د چين د ماليې وزير مرستيال شي ياو بين د سپتمبر په ۳مه نېټه د بريکس هېوادونو د مشرانو تر منځ د کتنې په هکله په مطبوعاتي مرکز کې وويل د بريکس هېوادونو د اقتصادي پرمختګ د راتلونکې په هکله ښه هيله لري. هغه وويل د نړيوال اقتصاد د پرمختګ د وروکيدو په حال کې په ۲۰۱۶ کال کې نړيوال اقتصاد ته د بريکس هېوادونو د خدمتونو انډول ۴۰سلنې ته ورسيد. اوسمهال د بريکس هېوادونه چې د فعال پرمختګ حالت يې ساتل شوی دی، مثلا په چين او هند کې د اقتصادي پرمختګ حالت د ټينګيدو په حال کې دی، په برازيل کې چې مخکې اقتصادي پرمختګ له ډېروستونزو سره مخامخ و، هم د پرمختګ په حال کې دی. هغه وويل د بريکس د پنځو هېوادونو د پرمختګ اوسنی حالت له مخې اټکل کيږي چې په راتلونکې کې به د بريکس په پنځو هېوادونو کې اقتصاد د پرمختګ تمايل وساتل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای