CRI Online

چين د شمالي کوريا له خوا د بيا ذروي ازموينې غندنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-09-03 16:41:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت د سپتمبر په ۳مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د چين حکومت د شمالي کوريا له دې عمل سره ټينګ مخالفت او غندنه کوي چې د نړيوالې ټولنې د مخالفت سره سره يې يو ځل بيا ذروي ازموينه تر سره کړې ده.

په دې اعلاميه کې ياد شوي چې له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو پاکول، د ذروي وسلو د نخپرېدو سيستم ساتل او د شمال ختيځې اسيا د سولې او ثبات ساتل د چين ټينګ دريځ دی او د نړيوالې ټولنې عمومي هيله هم ده. چين له شمالي کوريا څخه غوښتنه وکړه چې په جدي توګه د امنيت شورا د اړوندو پريکړه ليکونو مراعات وکړي، له غلطو کړو وړو څخه لاس واخلي او بېرته خبرو اترو ته وګرځي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای