CRI Online

رئیس شي جین پینګ د طلایي بریکس د صنعتي او تجارتي فورم د پیل په مراسمو کې وینا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-09-03 16:59:52
رئیس شي جین پینګ د طلایي بریکس د صنعتي او تجارتي فورم د پیل په مراسمو کې وینا وکړه

د روانې میاشتې په ۳ نیټه د طلایي بریکس د صنعتي او تجارتي فورم د شیا من د نړیوال نندارتون په مرکز کې پرانیستل شو چې پیمانه یې تر اوسه ترټولو لویه ده. د چین د دولت رئیس شي جین پینګ په دغو مراسمو کې تر دې سرلیک لاندی یوه وینا وکړه چې د طلایي بریکس د همکارۍ دوهمه طلایي لسیزه پیلول دي.

شي جین پینګ وویل چې د طلایي بریکس همکاري په یوه مهمه مرحله کې وجود لري چې د اقتصادي انکشاف او همکارۍ پیاوړتیا له نوې دندې سره مخامخ ده. بیلابیل هیوادونه باید د اقتصادي پرمختګ سره سم سیستماتیکه او واقعي همکاري وکړي ترڅو چې د طلایي بریکس د همکارۍ کیفیت ښه کړي.

شي جین بینګ هم وویل چې باید د طلایي بریکس د همکارۍ پراختیا لویه کړي چې د طلایي بریکس او نورو ملګرو ترمنځ د همکارۍ میکانیزم او د همکارۍ خلاصه او مالتواریټ(multivariate) شبکه جوړه کړي ترڅو چې لازیات نوی سمسور شوي هیوادونه او پرمختیایي هیوادونه د وحدت، همکارۍ او ګډو ګټو په لارو چارو کې ګډون وکړي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای