د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په درېيمه نېټه په شامن ښار کې د روسيې له ولسمشر ولادمير پوتين سره وکتل.
شي جين پينګ د بريکس هېوادونو په نهمه سرمشريزه غونډه او د تازه غوړېدلو بازارونو او پرمختيايي هېوادونو په ډيالوګ کې د پوتين د ګډون هر کلی وکړ اوپه خپلو خبرو کې يې ټينګار وکړ چې د روان کال په جولای کې مې له روسيې څخه د ليدنې په ترڅ کې له ولسمشر پوتين سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د اړيکو په هکله ډېرو ګډو نظريو ته رسېدلی يم.د دواړو هېوادونو اړوندې څانګې په هر اړخيزه توګه د دغو ګډو نظريو پر بنسټ په بېلا بېلو ساحو کې د همکاريزو لاسته راوړنو د تر لاسه کولو لپاره ګډې هڅې کوي . چين غواړي چې له روسيې سره يو ځای د دوه اړخيزو اړيکو د نوي پرمختګ،د دواړو هېوادونو د پرمختګ او سمسورتيا او د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره هلې ځلې وکړي.
پوتين وويل چې د روسيې او چين ترمنځ اړيکو مثبت پرمختګ موندلی دی.روسيه غواړي چې په بېلابېلو برخو کې له چين سره همکاري وکړي.دغه راز روسيه د چين له خوا د يادې غونډې له تر سره کولو څخه ملاتړ کوي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |