CRI Online

د صحرايي کېدو د مخنيوي تړون د لاسليک کوونکو هېوادونو د ديارلسمې سترې غونډې ځای م م ته وسپارل شو

cri     (GMT+08:00) 2017-09-04 09:03:18

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د صحرايي کېدو د مخنيوي تړون د لاسليک کوونکو هېوادونو د ديارلسمې سترې غونډې ځای د تسليمېدو مراسم د سپتمبر په درېيمه نېټه د کورني مغولستان په يردوس ښار کې تر سره شول چې دغه راز دغه ځای په رسمي ډول د م م د امنيت ساتنې ټيم ته وسپارل شو.

د صحرايي کېدو د مخنيوي تړون د لاسليک کوونکو هېوادونو ديارلسمه ستره غونډه به د سپتمبر په شپږمه نېټه د چين د کورني مغولستان خپلواکې سيمې د يردوس په ښار کې تر سره شي. د يو سل او شپږ نوي لاسليک کوونکو خواوو، اړوندو نړيوالو سازمانونو او ملکي سازمانونو کابو يو زر او څلور سوه مشران او استازي به په دې غونډه کې ګډون وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای