د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د روسيې خبري رسنيو د بريکس هېوادونو صنعتي او سوداګريز فورم د پرانيستونکو مراسمو په اړه هراړخيز راپور خپور کړ چې د بريکس هېوادونو همکاريز شکل د نويو بازاري او پرمختيايي هېوادونو لپاره ستر اهميت لري.
د روسيې تاس اژانس خبر ورکړ چې رئيس شي د ياد فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې د بريکس هېوادونو لپاره د پرمختګ نويو لارو چارو ته اړتيا شته څو چې د نړيوال اقتصاد په وړاندې بېلا بېلې ستونزې لېرې شي.
د روسيې خپلواک تلويزيون خبر ورکړ چې د رئيس شي په قول بريکس هېوادونه اوس د پرمختګ په کليدي مهال کې دي،د اصلاحاتو او پرمختګ په وړاندې بېلا بېل هېوادونه بايد په ګډه کوښښ وکړي څو چې د راتلونکو طلايي لسو کلونو هرکلی وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |