CRI Online

د روان کال د اوړي رخصتۍ په موده کې ۵۹۰ مليونو مسافرينو د اورګاډيو له لارې سفر کړی

cri     (GMT+08:00) 2017-09-04 14:10:52

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د اوسپنيزو لارو عمومي شرکت خبر ورکړ چې د اګست تر ۳۱مه نېټې پورې د ۲۰۱۷ کال د اوړي رخصتي پای ته ورسېده چې په دې موده کې څه د پاسه ۵۹۰ مليونو مسافرينو د اورګاډيو له لارې سفر کړی. دغه شمېر په تاريخ کې تر ټولو لوړ دی.

له شمېرنې سره سم روان کال د اوړي رخصتۍ په موده کې د اورګاډيو په وسيله د مسافرينو شمير څه د پاسه ۵۹۲ مليونو تنو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۱ مليونه ۶۴۱ زره تنه زيات شوی دی او په منځنۍ توګه هره ورځ ۹ مليونو ۵۵۰ زرو تنو د اورګاډيو له لارې سفر کړی دی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای