CRI Online

شي جين پينګ د جنوبي افريقا له ولسمشر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-09-04 14:19:34

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۴مه نېټه په شيا من ښار کې د جنوبي افريقا له ولسمشر زوما سره چې په چين کې د بريکس هېوادونو د مشرانو په ۹مه غونډه او د نويو بازاري او پرمختيايي هېوادونو په ډيالوګ کې ګډون لري، وکتل.

رئيس شي وويل چې په وروستيو کلونو کې د چين او جنوبي افريقا ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې پياوړې شوي او چين غواړي له جنوبي افريقا سره خپلمنځي همغږي نوره هم پياوړې کړي څو چې ګډ پرمختګ وموندل شي.رئيس شي وويل چې چين غواړي له جنوبي افريقا سره يو ځای د يو کمربند او يوې لارې پلان پلی کړي او په جوهنيسبورک کې د دواړو خواوو ترمنځ د همکاريز فورم د سرمشريزې غونډې نتيجه پوره کړي.

زوما له چين څخه مننه څرګنده کړه چې د بريکس هېوادونو د مشرانو غونډې لپاره يې غوره تياريانې نيولې دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای