CRI Online

په صنعتي او سوداګريزو برخو کې د ګردې نړۍ شخصيتونو د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکارۍ ستاينه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-09-04 14:27:18

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ۲۰۱۷ کال د بريکس هېوادونو صنعتي او سوداګريز فورم د سپتمبر په ۳مه نېټه په شيا من ښار کې پرانيستل شو چې د ګردې نړۍ څه د پاسه زرو تنو صنعتي او سوداګريزو شخصيتونو په کې ګډون درلود.دوی په جلا جلا توګه د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکارۍ ستاينه وکړه او د دې همکارۍ د پياوړتيا لپاره يې وړانديزونه وکړل.

د جنوبي افريقا د سټنډرډ بانک د ډلې کارپوه جيرمي سټيفن د رئيس شي جين پينګ د وينا تر اورېدو وروسته وويل چې د سوداګرۍ د ساتنې په وړاندې رئيس شي د ورخلاص نړيوال اقتصاد د ابادولو وړانديز کړی چې دا د ګردې نړۍ لپاره ستر اهميت لري.

د م م د صنعت او پرمختګ سازمان عمومي مدير لي يونګ په ياد فورم کې وويل چې د سرچينو او اقتصادي پرمختګ په ساحو کې د بريکس هېوادونو ځانګړتياوې شتون لري او په راتلونکي کې به د همکارۍ پټ ستر توان ولري.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای