CRI Online

شي جين پينګ د بريکس هېوادونو د مشرانو د ۹مې غونډې مشري وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-09-04 14:38:38

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د بريکس هېوادونو د مشرانو ۹مه غونډه د سپتمبر د ۴مې نېټې په سهار په شيا من ښار کې پرانيستل شوه.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دې غونډې مشري وکړه.

د برازيل،روسيې او جنوبي افريقا ولسمشرانو او د هند صدراعظم په غونډه کې ګډون درلود .د همدې ورځې په سهار کوچنۍ او لويې پيمانې غونډې تر سره شوې چې په کوچنۍ غونډه کې په عمده توګه د نړيوال اقتصادي حالاتو او ادارې،د نړيوالو او سيمه ييزو مهمو مسئلو او د هېواد د امنيت او پرمختګ په اړه پحث وشو او د لويې پيمانې په غونډه کې په عمده توګه د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکارۍ ،د کولتوري تبادلې او د ميکانيزم د ابادۍ په اړه بحث وشو.

چين د روان کال د بريکس هېوادونو نوبتي رئيسه هېواد دی. د روانې غونډې اصلي موضوع د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکاريزو اړيکو ژورتيا او د لا روښانه راتلونکې جوړونه ده.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای