CRI Online

شي جين پينګ د طلايي بريکس هېوادونو د مشرانو د ۹مې غونډې مشري وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-09-04 15:14:14

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د طلايي بريکس هېوادونو د مشرانو ۹مه غونډه د سپتمبر د ۴مې نېټې په سهار په شيا من ښار کې پرانيستل شوه.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دې غونډې مشري وکړه.

د جنوبي افريقا ولسمشر جاکوب زوما،د برازيل ولسمشر ميکل تيمر،د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د هند صدراعظم نارندرا مودي په غونډه کې ګډون درلود .دوی د نړيوالو حالاتو،د نړيوال اقتصادي ادارې،د طلايي بريکس همکارۍ او د نړيوالو او سيمه ييزو مهمو مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړه.

رئيس شي د طلايي بريکس هېوادونو ترمنځ د همکاريزو اړيکو د ژورتيا او د لا روښانه راتلونکې د جوړولو په اړه يوه وينا وکړه.هغه وويل چې د پيچليو نړيوالو حالاتو په وړاندې د طلايي بريکس همکاري لامهمه ده.د طلايي بريکس هېوادونه لړموړۍ بايد واقعي اقتصادي همکاري پياوړې کړي.دوهم،بايد د پرمختګ ستراتيژي د پلي کولو لپاره کوښښ وکړي.درېيم،بايد د نړيوال نظام د عادلانه او معقول پرمختګ لپاره کوښښ وکړي.څلورم،بايد د کولتوري تبادلې لپاره هڅه وکړي.

زوما وويل چې د نويو حالاتو په وړاندې طلايي بريکس هېوادونه بايد خپلمنځي ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې پياوړې کړي.تيمر وويل چې موږ ۵ هېوادونه بايد د ۵ هېوادونو د پرمختګ لپاره لاستر خوځنده ځواک برابر کړو.پوتين وويل چې موږ بايد په بېلا بېلو ساحو کې واقعي همکارۍ پياوړې کړو.مودي وويل چې طلايي بريکس هېوادونه بايد د اقتصادي همکارۍ پټ توان پياوړی کړي.په ياده غونډه کې د بريکس هېوادونو د مشرانو د شيا من اعلاميه خپره شوه.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای