CRI Online

د نړيوال اقتصاد د نوي پرمختګ لپاره د ګډو هڅو تر عنوان لاندې د رئيس شي جين پينګ وينا

cri     (GMT+08:00) 2017-09-04 15:30:28

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د خلکو ورځپاڼې د روانې مياشتې په څلورمه نېټه يوه مقاله خپره کړه چې عنوان يې دی(( د نړيوال اقتصاد د نوي پرمختګ لپاره ګډې هڅې---د بريکس هېوادونو د صنعتي او سوداګريز فورم په پرانيستونکو مراسمو کې د رئيس شي جين پينګ د وينا په اړه د دې تبصرې محتويات دا دي چې د سپتمبر په مياشت کې د چين شامن ښار د بېلا بېلو هېوادونو د مېلمنو هر کلی کوي .د بريکس هېوادونو نهمه سرمشريزه غونډه به ژر دلته تر سره شي.د پيچلو نړيوالو حالاتو او ناثابت اقتصادي حالت پر وړاندې نړيوال دې ته تمه لري چې چين او بريکس هېوادونه د دې لپاره يوه لايحه جوړه کړي.

د سپتمبر په درېيمه نېټه رئيس شي جين پينګ د بريکس هېوادونو د صنعتي او سوداګريز فورم په پرانيستونګو مراسمو کې وينا وکړه او پکې يې د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او پرمختګ ،په تېرو لسو کلونو کې د دغو هېوادونو ترمنځ همکاريزې لاسته راوړنې او مهمې تجربې يادې کړې او د بريکس هېوادونو ترمنځ د دوهمې لس کلنۍ همکارۍ په هکله يې څلور فقراييز وړانديز وکړ.د دې ترڅنګ نوموړي په باوري توګه نړيوالو ته اعلان وکړ چې چين به د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره لازيات خدمتونه وکړي.دغه وينا نه يوازې د تازه غوړېدلو بازارونو او پرمختيايي هېوادونو د نوښت او پرمختګ مسئلو ته ځواب دی بلکې د نړيوالې ادارې په برخه کې د يوه لوی پرمختيايي هېواد مسئوليت او دنده هم ور څخه څرګنديږي.نړيواله ټولنه دې ته ډېره پاملرنه کوي.

په تېرو لسو کلونو کې بريکس هېوادونو د نړيوال اقتصاد د نوي پرمختګ لپاره ګډې هڅې کړې چې ور څخه داسې ښکاري چې په تېرو لسو کلونو کې د بريکس هېوادونو ترمنځ همکاريز بهير معمولی نه و .نوموړی د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او پرمتخګ په هکله څه نظر لري؟د نړيوال پرمختګ او نړيوال جوړښت د بدلېدو او د پنځو هېوادونو د ګډ پرمختګ د تاريخي بهير له لحاظه د بريکس هېوادونو ترمنځ په همکارۍ کې يو نه بدلېدونکی تمايل راغلی دی يعنې سوله، پرمختګ، همکارۍ او ګډ برياليتوبونه د بېلا بېلو هېوادونو او خلکو ګډه هيله ده.

په دې زماني حالت کې پنځه بريکس هېوادونه په ګډه ولاړ دي او يو له بل سره يې همکارۍ کړی او کوي يې چې دا د نړيوال اقتصاد د پاملرنې وړ نوی ټکی ګرځېدلی دی.رئيس شي جين پينګ په دريو برخو کې د پنځو هېوادونوترمنځ د همکارۍ او پرمختګ په باب معلومات وړاندې کړل. په تېرو لسو کلونو کې بريکس هېوادونو ګډ پرمختګ موندلی او د ګډو ګټو پربنسټ يې همکاري کړې او په نړيواله صحنه کې يې خپله دنده پر غاړه اخيستې ده.په وروستيو لسو کلونو کې د پنځو هېوادونو عمومي اقتصادي اندازه د پخوا په پرتله ١٧٩ سلنې زياته شوې چې د نړۍ د عمومي اندازې په سلو کې له ١٢ څخه ٢٣ سلنې ته لوړه شوې ده. عمومی سوداګريز ارزښت په سلو کې څلور نوي زيات شوی دی.له حقيقتو څخه څرګنديږي چې د بريکس هېوادونو ترمنځ همکارۍ د نړيوال اقتصادي ثبات او سمسورتيا د پرمخبيولو لپاره ډېر مهم رول لوبولی چې څه باندې درې مليارډو خلکو ترې ګټې اخيستې دي.

رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې دا هم وويل چې د بريکس هېوادونو له همکارۍ څخه داسې ښکاري چې بريکس هېوادونه لومړی بايد د مساواتو پر بنسټ يو له بل سره چلند وکړي او د توپيرونو د شتون ترڅنګ دې ګډې نظريې ولټوي .دوهم د نوښت او همکارۍ له لارې دې ګډ برياليتوبونه تر لاسه کړي .درېيم ،خپل هېواد ته د پاملرنې ترڅنګ دې نورو هېوادونو ته هم پام واړوي.دغه درې ټکي د بريکس روحيه ده او تر لس کلنۍ همکارۍ وروسته د پنځو هېوادونو ګډ ارزښتونه هم دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای