CRI Online

شي جين پينګ د تايلند له صدراعظم سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-09-04 18:24:15

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۴مه نېټه په شيا من کې د تايلند له صدراعظم پرايوس چان وچا سره وکتل چې هغه د نويو سمسور شويو هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د ډيالوګ لپاره چين ته راغلی دی.

شي جين پينګ وويل، د چين او تايلند ترمنځ اړيکې ټينګې دي، چين د دې درناوی کوي چې تايلند د خپل دولتي وضعيت سره سم د پرمختګ لار غوره کړې او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې لا مهم رول لوبولی دی. چين د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې د تايلند د فعال ګډون ستاينه کوي او هيله لري چې له تايلند سره د پانګونې، اوسپنيزو لارو او انټرنيټي پولي چارو، ډيجيټالي اقتصاد، الکترونيکې سوداګرۍ او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې همکاري پياوړې کړي.

پرايوس چان وچاوويل، تايلند هيله لري چې له چين سره لوړ پوړي تګ راتګ وساتي، دوه اړخيزې او څواړخيزې همکاري ژورې کړي او د خلکو د تګ راتګ، ښونې، علمي څېړنو او د بنسټيزو تاسيساتو په برخو کې له چين سره همکاري پياوړې کړي.

دواړه مشران له کتنې وروسته د ستراتيژيکې همکارۍ عملي پلان او همکاريزو تړونونو د لاسليک شاهدان وو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای