CRI Online

شي جین پینګ د طلايي بریکس د مشرانو او صنعتي او تجارتي شورا ترمنځ په دیالوګ کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-09-04 21:37:04
شي جین پینګ د طلايي بریکس د مشرانو او صنعتي او تجارتي شورا ترمنځ په دیالوګ کې ګډون وکړ

د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د روانې میاشتې په ۴ نیټه په شیا من کې د طلایي بریکس د مشرانو او صنعتي او تجارتي شورا ترمنځ په دیالوګ کې ګډون وکړ او یوه مهمه وینا یې هم وکړه. د برازیل ولسمشر، د روسیې ولسمشر، د هند صدراعظم او د جنوبي افریقا ولسمشر په یاد دیالوګ کې هم برخه درلوده.

د صنعتي او تجارتي شورا او د نوی پرمختګ بانک د استازیو د راپورونو له اوریدلو وروسته شي جین پینګ دې ته اشاره وکړه چې موږ ډیر خوشاله یو چې صنعتي او تجارتي شورا او نوی پرمختګ بانک په خپلو کارونو کې مهمې لاسته راوړنې کړې دي. د طلايي بریکس مشرانو موافقه کړې چې یوه بله طلايي لسیزه جوړه کړي چې خپلمنځي همکاري نوې سویې ته ورسوي.

په همدې ورځ د طلايي بریکس مشرانو د دغه سازمان د کلتوري فیستوال د پیل په مراسمو کې هم ګډون کړی دی.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای