د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، ۲۱ افغان ماشومان چې د زړه په ذاتي ناروغۍ اخته دي، څو ورځې مخکې د الوتکې له لارې د چين د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې اروموچي ښار ته راغلي، دوی به په شينجيانګ کې په وړيا توګه تداوي شي.
د چين د سره صليب ټولنې مرستيال اجرائيوي مشر سون شوه پنګ وويل، د يو کمربند او يوې لارې د مرستندويه پلان سره سم، د هغو سختو ناروغو ماشومانو لپاره چې د زړه په ناروغۍ اخته دي، په لومړي ګام کې به د سلو ناروغانو ماشومانو وړيا درملنه وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |