CRI Online

چين د طلايي بريکس هېوادونو د نوي پرمختيايي بانک د پروژو د تياري صندوق ته ۴ مليونه امريکاريي ډالره بسپنه ورکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-09-05 14:20:10

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سپتمبر په ۴مه نېټه په شيا من ښار کې چين د طلايي بريکس هېوادونو د نوي پرمختيايي بانک د پروژو د تياري صندوق ته ۴ مليونه امريکاريي ډالره بسپنه ورکړه.د چين د ماليې وزير مرستيال شه ياو بين او د نوي پرمختيايي بانک مشر کامات اړوند موافقه ليک لاسليک کړ.

کامات وويل چې چين لومړی غړی هېواد دی چې ياد صندوق ته يې پانګه ورکړه.دا به د بانکي پروژو د پلي کېدو لپاره ښه زمينه برابره کړي او دغه پيسې به د اړوندو پروژو د پلي کېدو په اړه د څېړنې،د هېوادونو ترمنځ د همکاريزو اړيکو د ټينګېدو لپاره د پلان د جوړولو او په ټاکلي وخت کې د پروژو د څېړنې په برخو کې ولګول شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای