CRI Online

شي جين پينګ د نويو سمسورو شويو هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو د ډيالوګ مشري او يوه وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-09-05 14:33:49

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سپتمبر په ۵مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په شيا من کې د نويو سمسورو شويو هې،ادونو او پرمختيايي هېوادونو د ډيالوګ مشري او يوه وينا وکړه.هغه وويل چې بېلا بېلې خواوې بايد خپلمنځي همکاري پياوړې کړي او په ګډه د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا پلې کړي څو چې د نړيوال اقتصاد لپاره لاستر خدمتونه برابر شي.

د طلايي بريکس هېوادونو مشرانو او د مصر،کينيا،مکسيکو او تاجکستان ولسمشرانو او د تايلنډ صدراعظم په ياد ډيالوګ کې ګډون درلود.رئيس شي وويل چې د نويو حالاتو په وړاندې موږ بايد په ګډه د پرمختګ ښه چاپريال جوړ کړو څو لاستر پرمختګ ومومو.لومړۍ،بايد خپلمنځي يووالی او همکاري پياوړې او په ګډه ورخلاص نړيوال اقتصاد جوړ کړو.دوهم،بايد په ګډه د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا پلې کړو.درېيم،بايد د نړيوال اقتصادي جوړښت د بدلون له فرصت څخه استفاده وکړو.څلورم،بايد په ګډه پراخې همکاريزې اړيکې ټينګې کړو.

تر هغه وروسته د طلايي بريکس هېوادونو مشرانو او مېلمنو په جلا جلا توګه خپلې ويناوې وکړې او په پای کې رئيس شي لنډه وينا وکړه.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای