د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۵مه نېټه په شيا من کې له چيني او بهرنيو خبريالانوسره وکتل او د طلايي بريکس هېوادونو د مشرانو د ۹مې غونډې او د نويو سمسورو شويو هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو د ډيالوګ په اړه يې معلومات ورکړل.
رئيس شي وويل چې د روانې مياشتې په ۴مه نېټه د طلايي بريکس هېوادونو د مشرانو غونډه په شيا من کې پای ته ورسېده او په کې د طلايي بريکس هېوادونو د مشرانو د شيا من اعلاميه خپره شوه.د ۵ هېوادونو د مشرانو په اند طلايي هېوادونه بايد د مهمو مسئلو په اړه د نظريو تبادله او همغږي پياوړې کړي.د يادې غونډې په ترڅ کې د نويو سمسورو شويو هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو ډيالوګ هم تر سره شو.د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو په اند بايد د طلايي بريکس او نورو اړوندو هېوادونو ترمنځ د همکاريز شکل د جوړولو لپاره کوښښ وشي څو د نړيوال اقتصاد د زياتوالي او د ګډ پرمختګ لپاره لاستر خوځنده ځواک برابر شي.
رئيس شي وويل چې په راتلونکي کال کې به جنوبي افريقا د طلايي بريکس هېوادونو د رئيسه هېواد دنده پر غاړه ولري او په جوهنيسبورک کې به د طلايي بريکس هېوادونو د مشرانو ۱۰مه غونډه تر سره شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |