CRI Online

له اين چوان څخه د تهران پر لور مال وړونکی اورګاډی روان شو

cri     (GMT+08:00) 2017-09-06 16:15:27

د چين د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې له مرکز اين چوان ښار څخه د ايران تر پلازمينې تهران پورې لومړۍ مال وړونکی اورګاډی د سپتمبر په ۵مه نېټه د تهران په لور وخوځېد.د ۲۰۱۷ کال د چين او عربي هېوادونو نندارتون د سپتمبر په ۶مه نېټه په اين چوان ښار کې پرانيستل شو.اوس دغه نندارتون د يو کمربند او يوې لارې پلان د پلي کېدو په بهير کې يو مهم همکاريز ميدان ګرځېدلی دی.

د روانې مياشتې د ۵مې نېټې په سهار له اين چوان څخه تر تهران پورې مال وړونکی اورګاډی چې له ۵٠ کانتينرونو څخه جوړ شوی،حرکت وکړ.دغه اورګاډی به د قزاقستان او ترکمنستان له لارې د ايران پلازمينې تهران ته ورسېږي.

په وروستيو کلونو کې په نينګ شيا کې له اين چوان څخه دوبۍ ته هوايي کرښه او د منځنۍ اسيا نړيواله اوسپنيزه لاره پرانيستل شوې چې له منځنۍ او لوېديځې اسيا او اروپا سره اقتصادي او سوداګريزه لاره بشپړه شوې ده.د نينګ شيا د سوداګرۍ ادارې مرستيال کونګ ګوه هوا وويل

د الوتکو په وسيله د ورېښمو لارې د ابادۍ او د نينګ شيا لپاره خوځنده ځواک برابر شوی.د عربي متحده اماراتو د دوبۍ او اين چوان ترمنځ د هوايي کرښې تر پرانيستلو وروسته د نينګ شيا او د چين د منځنيو او لوېديځو سيمو توليدات په چټک ډول منځنۍ او لوېديځې اسيا ته صادر شوي دي.

بر سېره پر دې،په نينګ شيا کې د زياتو نړيوالو اوسپنيزو لارو د پرانيستلو له امله نورو هېوادونو ته د چيني شخصي تصديو د ننوتلو لپاره هم ښه فرصتونه برابر شوي دي.مېرمن لي لس کاله دمخه د چين په شن جن ښار کې يو شرکت جوړ کړی او په ۲۰۱۵ کال کې يې د اين چوان د ټيټو مالياتو د اخيستلو په سيمه کې څه د پاسه ۷ مليونو يوانو په ارزښت پانګونه وکړه او د مالونو د وېشلو او لېږد را لېږد مرکز يې جوړ کړ او له دې مرکز څخه د منځني ختيځ او اروپا توليدات د اين چوان له لارې د چين نورو ځايونو ته لېږدوي.مېرمن لي وويل

پخوا به د انټرنېټ له لارې په بهرنيو هېوادونو کې اخيستل شوي توکي يوه مياشت وروسته تر لاسه کېدل،خو اوس پلورونکي زما د ياد مرکز له لارې يوه اوونۍ کې تر لاسه کولی شي.هره ورځ د دې مرکز له لارې څه نا څه ۲زره توکي وېشل کېږي او وروسته به دغه شمېر نورهم لوړ شي.

د چين د سوداګرۍ د پرمختګ ټولنې د نينګ شيا څانګې مرستيال او د نينګ شيا د نندارتون د ادارې مرستيال جانګ لي وی وويل

له ۲۰۱۰ کال څخه تر اوسه پورې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د درېيو دورو اقتصادي او سوداګريز فورمونه او د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د دوو دورو نندارتونونه په بريالۍ توګه په نينګ شيا کې تر سره شوي چې څه د پاسه ۸۰ هېوادونو او سيمو او نړيوالو سازمانونو،د ۱۳۹ لويو ټولنو او ۴۷ زرو تنو سوداګرو په کې ګډون درلود او د ۴۳۵ مليارډو ۹۳۰ مليونو يوانو په ارزښت همکاريز تړونونه يې لاسليک کړي چې د ساينس او ټېکنالوژۍ،انرژۍ،کرهنې،روغتيا او سيلانۍ په ګډون لسګونو ساحو پورې اړه لري او دا په نړۍ او چين کې ستره اغېزه لري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای