CRI Online

د چين های نان ولايت له تايلنډ سره يو لړ اقتصادي همکاريز تړونونه لاسليک کړل

cri     (GMT+08:00) 2017-09-06 16:25:45

د سينهواژانس د خبر له مخې د چين د های نان ولايت اړوندې څانګې له تايلنډ سره اقتصادي تګ راتګ ته دوام ور کوي او د روانې مياشتې په پنځمه نېټه يې ور سره يو لړ همکاريز تړونونه لاسليک کړل چې ارزښت يې شاوخوا درې مليارډه ژن مين بي يوانه دی.

د دې ولايت سيمه ييز حکومت په همدې ورځ د تايلنډ په بنکاک کې د اقتصادي تبادلې يوه غونډه تر سره کړه او پکې د دغه ولايت شپږو تصديو او اورګانونو له تايلنډ سره د پنځو پروژو په اړه هغه همکاريز تړونونه لاسليک کړل چې پکې د پوهنتونونو ترمنځ د دوستانه اړيکو يادداښت ،د هوايي خدمتي روزنې په اړه تړون،د کرنې همکاريز تړون او د ياد ولايت له مرکزي ښار های کو څخه د تايلنډ تر پاتيا پورې د هوايي الوتنې د پرانيستلو تړونونه شامل دي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای