CRI Online

د پاکستان پوليسو باسواده ترهګر نيولي دي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-07 09:48:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان خبري رسنيو د روانې مياشتې په شپږمه نېټه خبر ور کړ چې پوليسو يې د دې هېواد د سيند ايالت په  کراچۍ ښار کې د ترهګرو له منځه وړلو په ترڅ کې د يوې باسواده ترهګريزې ډلې يو تن مشر او درې تنه نور غړي نيولي دي.

پوليسو ويلي چې دغه ترهګريزه ډله لس يا دوولس تنه غړي لري چې ټول يې د کراچۍ له پوهنتونونو څخه فارغ شوي يا پکې زده کړه کوي.د دې ډلې مشر عبدالله حشمي د کراچۍ له پوهنتون څخه فارغ شوی او له نيولو نه مخکې د دې ښار په يوه پوهنتون کې کار کاوه. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای