د سينهوا اژانس د خبر له مخې افغان خبري رسنيو د روانې مياشتې په شپږمه نېټه خبر ور کړ چې افغان امنيتي پوځ په دې وروستيو ورځو کې د دې هېواد په ختيځ لوګر ولايت کې د نشه يي توکو د له منځه وړلو په ترڅ کې يو اعشاريه دوه ټنه چرس نيولی دی.
د خبر له مخې دغه نشه يي توکي د دې ولايت په مرکز پل علم ښار کې نيول شوي چې په همدې مهال کې قاچاقيانو په بوجيو کې اچولی واو غوښتل يې چې د اوښانو په وسيله نورو ولايتونو ته وليږي.
له اوږدې مودې راهيسې افغانستان د نشه يي توکوله مسئلې سره مخامخ دی. که څه هم افغان حکومت مجرمينو ته سخته سزا ور کړی خو دغه مسئله لاهم سخته شوې ده. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |