CRI Online

د ٢٠١٧ کال لپاره د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د صنايعو او سوداګرۍ په سرمشريزه غونډه کې د اين چوان اعلاميه خپره شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-09-07 14:58:48

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ٢٠١٧ کال لپاره د چين او عربي هېوادونو د نندارتون د يوه مهم فعاليت په توګه د ٢٠١٧ کال لپاره د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د صنايعو او سوداګرۍ سرمشريزه غونډه د روانې مياشتې په شپږمه نېټه په اين چوان ښار کې تر سره شوه او پکې د اين چوان اعلاميه خپره شوه.په دې اعلاميه کې راغلي چې چين او عربي هېوادونه په اقتصادي چارو کې يو د بل کمبود پوره کوي او د توليدي توان ،د تجهيزاتو جوړولو، د بنسټيز تاسيساتو او د منځنيو او کوچنيو تصديو په برخو کې به خپلمنځي همکاري پياوړې کړي.

په دې اعلاميه کې هم وړانديز شوی چې د چين او عربي هېوادونو صنعتي تصدۍ بايد يو له بل سره همکاري پياوړې کړي تر څو د توليدي توان او د تجهيزاتو د جوړولو په برخو کې دوه اړخيزه همکاري او د عربي هېوادونو د صنعتي کېدو بهير پرمخبوزي.غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای