CRI Online

چين او عربي هېوادونه د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز په رڼا کې د خپلمنځي اقتصادي همکارۍ لپاره نوی فرصت لټوي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-07 15:01:19

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ٢٠١٧ کال لپاره د چين او عربي هېوادونو ترمنځ صنعتي او سوداګريزه سرمشريزه غونډه د روانې مياشتې په شپږمه نېټه د چين د نينګ شيا په اين چوان ښار کې تر سره شوه چې عمده موضوع يې د همکاريز موډل نوښت او د ګډ پرمختګ پرمخبيول دي.د اردن او المغرب په شمول د ٣١ هېوادونو او سيمو د سوداګريزو ټولنو او تصديو او چيني شرکتونو اوو سوو تنو په دې غونډه کې ګډون درلود او په ګډه يې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د تصديو د نويو همکاريزو ساحو او لارو په باب  بحث وکړ.

د عربي هېوادونو د کرنې، صنايعو او سوداګرۍ د عمومي ټولنې رئيس ناعر قباري وويل چې چين او عربي هېوادونو نه يوازې په اقتصادي برخه کې يو له بل سره همکاري کړې بلکې د ښوونې، ساينس او تخنيک او نوښت په شمول ډېرو برخو کې به خپلمنځی همکاري پياوړې کړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای