CRI Online

د سوريې مسئلې په هکله د م م نړيوالې خپلواکې کميټې د سوريې د شخړو پر ښکيلو خواوو نيوکه کړې چې له نړيوالو قوانينو څخه يې سرغړونه کړې ده

cri     (GMT+08:00) 2017-09-07 16:01:34

د سوريې مسئلې په هکله د م م نړيوالې خپلواکې کميټې د روانې مياشتې په شپږمه نېټه په ژنيو کې د دې هېواد د بشري حالت په هکله تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې په تېرو څو مياشتو کې د دې هېواد په ځينو سيمو کې شخړې کمې شوې خو د شخړو ښکيلو خواوو له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه کړې ده او د ملکيانو په مقابل کې يې له فکرڅخه وتلي جرمونه کړي دي.په همدې ورځ د دې مسئلې په هکله د م م د سرمنشي ځانګړي استازي سټفن دميستورا دا تائيد کړی چې د سوريې مسئلې په هکله د راتلونکي پړاو سوله ييزې خبرې اترې به د اکتوبر په مياشت کې په ژنيو کې تر سره شي.

ياده کميټه په ٢٠١١ کال کې جوړه شوې او ياد راپور د دې کميټې له جوړېدو راهيسې ١٤م راپور دی . د دې کميټې رئيس پالو پينيرو په ژنيو کې په يوه خبري ناسته کې د دې راپور په باب معلومات وړاندې کړل. هغه وويل(اواز..........) دغه راپور زموږ د کميټې له جوړېد راهيسې ١٤ م راپور دی چې د وړاندې شويو معلوماتو وخت يې د مارچ له لومړۍ نېټې څخه د جولای تر اوومې نېټې پورې دی.په راپور کې بيا تائيد شوي چې د سوريې نارينه، ښځې او ماشومان لاهم د سوري حکومت پلوي ځواکونو ، د حکومت ضد وسله والو او ترهګرو د جرمونو له خوا زيانمن شوي دي . ملکيان بې کوره شوي او بشري مرستې او بنسټيز طبي خدمتونه نه شی تر لاسه کولی.د دې ترڅنګ هغوی هم د يرغمل کېدو له خطرونو سره مخامخ دي.

په دې راپور کې د سوريې د حکومت ضد د وسله والو، تندلارۍ ډلو او حکومتي پوځ د هغو کړنو په باب معلومات وړاند شوي چې د نړيوال بشري قانون او د بشردوستۍ له قانون څخه يې سرغړونه کړې ده.

په دې راپور کې راغلي چې په سوريه کې د داعش ډلې په شمول د تندلارۍ ډلې پر ملکيانو بې رحمه بريدونه کړي او نورو ترهګريزو او وسله والو ډلو د موټر بم ،د ځانمرګي چاودنو او د يرغملو تښتولو په شمول څو لارو چارو پر مذهبي لږه کيو بريدونه کړي دي .د بېلګي په توګه په حلب کې د موټر بم د چاودنې له امله شپږ نوی تنه ووژل شول چې په دې جمله کې اته شپېته بې کوره شوي ماشومان وو.تر هغه وروسته لږ تر لږه اوولس تنه ملکيان د وسله والو له خوا وتښتول شول.

د دې ترڅنګ دغه راپور په ډېرو پاڼو کې د سوريې د حکومتي پوځ او د حکومت پلوي ځواکونو پر جرمونو نيوکه وکړه. پينيرو وويل (اواز........) دا د توجه وړ خبره ده چې په ډېرو هغو پېښو کې چې زياترو ملکيانو ته يې زيانونه رسولي دي، په ناقانونه توګه وسلې کارول شوې وې په تېره بيا د استوګنې پر سيمو هوايي بريدونه شوي دي.مونږ مسئوليت لرو چې په ناقانونه د ممنوع شويو کيمياوي وسلو د کارولو کړنې په ګوته کړو چې د بشردوستۍ او د بشري حقونو له قوانينو څخه سرغړونې دي.هر څوک چې دغه کړنې تر سره کړي، بايد ور ته سزا ور کړی شي.

په دې راپور کې هم ويل شوي چې د امريکا پوځ په سوريه کې د تندلارۍ پرډلو د بريدونو پر مهال د ملکيانو او ملکي تاسيساتو د ساتلو لپاره هېڅ تدبيرونه نه دي نيولي چې دا هم د بشردوستۍ له قانون څخه سرغړونه ده. د نړيوال ائتلافي پوځ هوايي بمباري د ملکيانو د مرګ او ژبلې سبب شوی دی.

دغه راپور به د سپتمبر په ١٨مه نېټه د م م د بشري حقونو شورا ٣٦مې غونډې ته وړاندې شي چې په ژنيو کې به تر سره شي. د غونډې برخه وال به د دې راپور باب بحث وکړي.په همدې ورځ د سوريې مسئلې په هکله د م م د سرمنشي ځانګړي استازي دميستورا په ژنيو کې يوه خبري ناسته کې د سوريې د بشري حالت په باب نوی معلومات وړاندې کړل.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای