CRI Online

په افغانستان کې د داعش څانګې له طالبانو سره د شخړې له امله ۱۲ تنه مړه او ټپيان شول

cri     (GMT+08:00) 2017-09-08 09:43:48

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، يو افغان چارواکي د سپتمبر په ۷مه نيټه د دې خبر پخلی وکړ چې په افغانستان کې د داعش څانګې په همدې ورځ په جوزجان ولايت کې له طالبانو سره شخړه وکړه چې له امله يې لږ تر لږه ۵ تنه مړه او ۷ تنه نور ټپيان شول.

د جوزجان ولايت د پوليسو مسئول وويل، يادې شخړې تر پنځو ساعتو پورې دوام درلود. دواړه خواوې تر شخړو وروسته له دې ځای څخه په پوره توګه نه دي وتلي، نو د دې ځای وضعيت د خوشبينۍ وړ نه دی.

په دې وروستيو کلونو کې داعش ډلې په پر له پسې توګه د جوزجان ولايت په شمول د افغانستان سرحدي سيمو کې نغوذ کړی او کله نا کله يې له طالبانو سره شخړې کړې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای