CRI Online

د نفتو او طبيعي ګازو په برخو کې د چين او قزاقستان ترمنځ د همکارۍ لاسته راوړنو د خپرولو غونډه په استانا کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-09-08 15:32:45

روان کال د نفتو او طبيعی ګازو په برخو کې د چين او قزاقستان ترمنځ د همکارۍ له شلمې کاليزې سره برابر دی.له شلو کلونو راهيسې د نفتو او طبيعی ګازو په برخو کې د چين او قزاقستان ترمنځ همکاري د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ يوه مهمه برخه ده او د دواړو خواوو د ګډ پرمختګ لپاره ستر اهميت لري.

پر ځايي وخت د سپتمبر په اوومه نېټه په دې برخه کې د چين او قزاقستان ترمنځ د همکارۍ په شلمه کاليزه کې د لاسته راوړنو د خپرولو غونډه د قزاقستان په پلازمينه استانا کې تر سره شوه.د قزاقستان د انرژيو ټولنې رئيس کوريبيف او د دې هېواد د انرژيو وزارت لومړی مرستيال داسموخان بيتوف او د دې هېواد د نفتو او طبيعي ګازو د دولتي شرکت عمومي مدير موبايف په دې غونډه کې ګډون وکړ او د چين د نفتو او د طبيعي ګازو د ډله ييز شرکت د عمومي مدير مرستيال وانګ دونګ جين د دواړو خواوو ترمنځ د همکاريزو لاسته راوړنو په باب معلومات وړاندې کړل. برسيره پردې څه باندې ١٠٠ اړوندو مېلمنو او خبريالانو په دې غونډه کې هم ګډون درلود.

د قزاقستان صدراعظم سګينتايف د نفتو او طبيعي ګازو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ شلمې کاليزې ته د مبارکي پيغام واستاوه او پکې يې وويل چې په قزاقستان کې د چين د ياد شرکت پانګونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريزو اړيکو د ژورتيا سبب ګرځېدلی دی.

د قزاقستان د انرژيو وزارت لومړی مرستيال داسموخان بيتوف له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې قزاقستان ډېر خوشحاله دی چې د چين د نفتو او طبيعي ګازو له ډله ييز شرکت سره همکاري کړې او کوي يې .دغه شرکت د باور وړ همکار دی او د قزاقستان د ټولنيز پرمختګ او استعدادلرونکو کسانو د روزلو لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي.هغه وويل(اواز..........) په دې وروستيو کلونو کې د چين د نفتو او طبيعی ګازو ډله ييز شرکت په قزاقستان کې دېرش زره تنه ګومارلي دي .ويل کيږي چې د چين او قزاقستان ترمنځ همکاري د ځايي سيمو د استخدام د پرمخبيولو او د تاسيساتو د جوړولو او د ځايي اوسېدونکو د ژوند سويې د لوړوالي لپاره ګټوره ده.په تېرو څو کلونو کې دغه شرکت نه يوازې په قزاقستان کې پانګه اچولې بلکې په ځايي سيمو کې يې ټولنيز مسئوليت پر غاړه هم اخيستی دی.

د قزاقستان د نفتو او طبيعي ګازو د دولتي شرکت عمومي مدير مونبايف دې ته اشاره کړې چې شل کاله تېر شوي دي، د چين او قزاقستان ترمنځ د ډېرو همکاريزو تړونونو د اعتبار وړ موده پای ته رسيدلې ده، نو دا لازمه ده چې ژر تر ژره نوی تړونونه لاسليک شي. د دې ترڅنګ هغه هم باور لري چې د نفتو او طبيعي ګاو په برخه کې د چين او قزاقستان ترمنځ همکارۍ ګډ برياليتوبونه تر لاسه کړي او د راتلونکې پر وړاندې هيله لري.هغه وويل(اواز........) د پخوانيو همکاريزو تړونونو د اعتبار موده شل کاله ده، خو شل کاله تېر شوي دي.نو اوسنۍ مهمه دنده دا ده چې څنګه د دغو تړونونو د اعتبار موده اوږده شي. مونږ باور لرو چې په تېرو څو کلونو کې د همکارۍ په برخه کې ګډ برياليتوبونه مو د دواړو خواوو لپاره ګتور دي.اوس د قزقستان له خوا د توليد شويو يوې برخې نفت او طبيعی ګاز چين ته صادريږي چې د چين اړتياوې پوره کېدای شي،د دې ترڅنګ نورې برخې يې د خپلو خلکو اړتياوې پوره کوي چې ترې ډېر ماليات هم تر لاسه شوي دي.

د چين د ياد شرکت د منځنۍ اسيا فرعي څانګې عمومي مدير بيان ده جي وويل چې د چين او قزاقستان ترمنځ همکاريز برياليتوب د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي کمربند د پاليسۍ او د روښانې لارې په نوم د تګلارې له پيوستون سره اړيکې لري.د چين د نفتو او طبيعي ګازو ډله ييز شرکت تل د ګډو ګټو پربنسټ د ګډبرياليتوب او د همکارۍ له لارې د ګډ پرمختګ پر اصولو ټينګار کوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای