د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۸مه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان له خارجه وزير خواجه اسيف سره له خبرو اترو وروسته له خبريالانو سره مرکه وکړه.
وانګ يي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو په هکله پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې پاکستان او افغانستان دواړه د دې سيمې مهم هېوادونه دي، همکاري به دواړو هېوادونو ته ګټې ورسوي او مقاومت به دواړو ته زيان واړوي. چين هيله لري چې دواړه خواوې په يو لوری وګرځي او د دواړو هېوادونو د ګټو او د سيمه ييز ثبات د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي. چين له دې څخه هرکلی او ستاينه کوي چې اسيف د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو د ښه والي هيله څرګندې کړې ده.
وانګ يي وويل، چې د پاکستان او افغانستان د ګاونډي او ملګري په توګه، چين نه يوازې له پاکستان او افغانستان سره د دوه اړخيزو اړيکو ټينګولو ته په درنه سترګه ګوري او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د توپيرونو د ليري کولو او د متقابل اعتماد د پياوړي کولو په هڅه کې دی، بلکې د چين، پاکستان او افغانستان ترمنځ درې اړخيزه همکاري مومي. نوموړي وويل، چې د چين، پاکستان او افغانستان ترمنځ د خارجه وزيرانو لومړی ډيالوګ به په روان کال کې تر سره شي. هغه باور لري چې د پاکستان او افغانستان د ګډو هڅو او د چين د ملاتړ له لارې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو او درې اړخيزې هکارۍ راتلونکی روښانه دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |