د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سپتمبر په ۹مه نېټه په افغانستان کې بېلا بېلو ټولنو د ملي اتل احمد شاه مسعود د وژنې د ۱۶مې کاليزې پر مهال د ماتم مراسم تر سره کړل.د افغانستان ولسمشر اشرف غني په همدې ورځ په کابل کې غوښتنه وکړه چې د هېواد د سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګډ کوښښ وکړي.
د افغانستان د اجرايه رئيس عبدالله عبدالله په ګډون حکومتي چارواکو په همدې ورځ په جلا جلا توګه په کابل کې د مسعود په څلور لارې د ګلونو ګيډۍ کيښودې. عبدالله يو ځل بيا له مخالفو ډلو څخه غوښتنه وکړه چې له تاوتريخوالي څخه لاس واخلي او ژر تر ژره د افغانستان په سوله ييز بهير کې ګډون وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |