CRI Online

شي جين پينګ د نړيوالو څارنوالانو د ګډې کميټې ۲۲مې کلنې غونډې ته د مبارکۍ پېغام وليږه

cri     (GMT+08:00) 2017-09-11 14:33:01

د نړيوالو څارنوالانو د ګډې کميټې ۲۲مه دورې کلنۍ غونډه او د غړو استازو عمومي غونډه د سپتمبر د ۱۱مې نېټې په سهار په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ يادې غونډې ته د مبارکۍ پېغام وليږه.

شي جين پينګ په پېغام کې دې ته اشاره کړې چې څارنوالان د عامو ګټو د استازيتوب په توګه مهم مسئوليت پر غاړه لري. د نړيوالو څارنوالانو د ګډې کميټې د ۲۲مې دورې کلنۍ غونډه د ټولو ګټو لپاره د خدمت کوونکې څارنېوالۍ په عنوان د ارامې، عادلانه او همغږې ټولنې په ابادۍ کې د څارنوالانو له خوا د عامو ګټو د ساتلو په هکله بحث کوي چې د بېلا بېلو هېوادونو د قانوني نظام د پرمختګ لپاره مهم ارزښت لري.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د چين حکومت د قوانينو سره سم دولتي ادارې ته په درنه سترګه ګوري. هغه هيله لري چې د بېلا بېلو هېوادونو څارنوالان په دې غونډه کې د عامو ګټو د ساتنې او د قانوني نظام د پرمختګ په اړه د تجربې شريکې کړي او عدلي همکاري پياوړې کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای